شي جين پينګ د چين لرغون پېژندونکو ته پيغام وليږه
cri2021-10-17 12:35:29
شريکول:

د چين د يانګ شاو کلتور د کشف او د عصري لرغون پيژندنې د رامنځته کېدو د ۱۰۰مي کليزې په مناسبت، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې په استازیتوب چيني لرغون پېژندونکو ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره کړې چې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د لرغون پوهانو څو نسلونو نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي. دوی د لرغون پیژندنې په برخه کي يو لړ لوی کشفیات او موندني کړي. دا هرڅه د چیني تمدن سرچينه، پرمختګ، ځلانده لاسته راوړنې او د نړيوال تمدن لپاره لویې ونډې دي. باید وویل سي د چيني لرغون پوهانو پلټنو د اوږد مهاله او ژور چیني تمدن په ښه پوهه کې مهم رول لوبولی دی.

شي جين پينګ هيله لري چې لرغون پوهان به دا خپل ستر تاريخي مسؤليت پر غاړه واخلي او د چیني ملت د بیارغونې لپاره به نوې او لویې مرستې وکړي.