جاپان ياسوکوني معبد ته د قربانۍ شيان وړاندې کړی
cri2021-10-17 11:46:38
شريکول:

د جاپان NHK ټېلويزيون پر ځايي وخت د اکتوبر پر ۱۷مه خبر ورکړ چې د دغه هېواد لومړي وزیر فومیو کیشیداپه دې وروستيو کې ياسوکوني معبد ته د قربانۍ شيان وړاندې کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ په ګوته کړه چې ياسوکوني معبد د جاپان ميليتليزم له خوا د تېري کوونکي جګړې د پيلولو معنوی وسيله او سمبول بلل کيږي او په کښې د دوهمې نړيوالي جګړې د لومړۍ کچي د ۱۴ مجرمينو درناوی کېږي. د یاسوکوني معبد په مسئله کې د جاپان د يو شمېر سياستوالو کړنې د تاریخي عدالت سپکاوی او د چین په ګډون د قرباني اسيايي هېوادونو د خلکو احساساتو ته جدي زیان دی. دا یوځل بیا د خپل تېرې کوونکي تاریخ په اړه د جاپان ناسم چلند منعکس کوي.