د دوبۍ نړيوال نندراتون د اکتوبر په لومړۍ نېټه پرانيستل شوی او چين هم پکې خپل نندارځی جوړ کړی دی. زرګونو سيلانيانو او چيني او بهرنيو شخصيتونو د چين نندارځی ستايلی دی.
د مالوماتو له مخې، په تيرو ۲۰ ورځو کې، څه باندې سل زرو سيلانيانو د چين نندارځي څخه ليدنه کړې چې دغه رقم د ټولو سيلانيانو يوه پر شپږمه برخه جوړوي. د روانې مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې، د عربي متحده اماراتو، اطريش او روسيې په ګډون د ۳۰ هېوادونو پلاويو هم د چين نندارځي څخه لېدنه کړې او ستايلی يې دی. (شکريه)