په افغانستان کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه او ستونزې
cri2021-10-18 15:21:22
شريکول:

د چین ميډيا ګروپ خبريال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په افغانستان کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په اړه د دغه هېواد د عامې روغتيا وزارت له ځينو چارواکو او روغتياپالانو سره مرکې کړي او د ځينو ناروغانو د کورنيو له غړو سره يې هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د کرونا وبا ضد د مبارزې ګروپ غړي محمد ګل ليوال په مرکه کې ويلي، چې اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پر وړاندې د طبي توکو او درملو د کمښت او د طبي کارکوونکو د معاش د ځنډېدو په شمول ځينې ستونزې موجودې دي. د ځينو ناروغانو د کورنۍ غړيو اندېښنه ښودلې، چې په هيواد کې د طبي توکو او درملو نشتون، ښايي د ناروغانو پر درملنې بده اغېزه وکړي او  د دوی ژوند به له خطر سره مخ شي.

محمد ګل ليوال وويل، چې د افغانستان لنډمهالي حکومت په هيواد کې د درملو د کمښت ستونزې د حل لپاره کوښښونه پيل کړي دي. د دغه هيواد روغتونونه اوس زېرمه شوي خوراکونه او درمل کاروي، خو زېرمتونونه هم د ختمېدو په حال کې دي. برسيره پر دې، ځيني ناروغان او طبي کارکوونکي د خواړو د کمښت له امله هم سر ټکوي او د کارکوونکو معاشونه هم د یوې مودې لپاره ځنډ شوي دي.

په افغانستان کې د تېلو د کمښت له امله، امبولانسونه هم پر وخت ناروغان نشي انتقالولی او ويل کيږي، چې د دې هيواد د عامې روغتيا وزارت پر وړاندې ستونزې ډېرې دي.

د یو ناروغ د کورنۍ غړي مهدي ابراهيم زمونږ له خبريال سره په مرکه کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د نړيوالو مرستو د بندېدو له امله، د افغانستان روغتونونه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ډاکټران پر وخت د ناروغانو درملنه نشي کولی، خو نوموړي د طبي کارکوونکو د چلند او درملنې په اړه رضایت ښودلی دی.

افغانستان کې تر دې دمه، نږدې یو سلو شپږپنځوس زره کسان پر کرونا وبا اخته شوي او په دغه هيواد کې د دې ناروغۍ له امله د مړو کسانو شمېر له اوو زرو او دوو سوو څخه اوښتی دی.

کله چې طالبان کابل ته ننوت او ټول هيواد يې تر کنټرول لاندې راووستلی، امريکا په بهر کې د دغه هېواد شتمني او نړيوالې مرستې کنګل کړي، څو طالبان ونه شي کولی، چې يادو پيسو ته لاسرسی پيدا کړي، خو د امريکې دغې کړنې د څو ميليونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. خبري رسنيو راپورونه ورکړي، چې طالبانو څو ورځې مخکې د قطر په پلازمېنې دوحه کې له امريکايي پلاوي سره په خبرو اترو کې پر يادې موضوع بحث کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د افغانانو پر شتمنۍ لګيدلی بنديز پای ته ورسوي.

د روغتيايي چارو کارپوه زريالی حسين په دې اند دی، که نړيواله ټولنه په اوږدمهال کې د افغانستان پیسې او شتمنۍ همداسې کنګل وساتي، نو طالبان به روغتياپالانو او نورو کارکوونکو ته پر وخت معاش ورنشي کړای او په دغه هېواد کې د طبي کارونو پر وړاندې ستونزې به لا نورې زياتې شي او دا مستقيمً د ناروغانو پر درملنې هم بده اغېزه کوي او ښايي د ناروغانو د مړينې انډول نور هم لوړ او دغه هېواد به لا سخت بحران سره مخ شي.

اوس د افغانستان د عامې روغتيا وزارت پر وړاندې ډېرې سختې ننګونې پرتې دي، ځکه له دغه هيواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوي او بهر کې يې شتمني هم کنګل شوې ده، نو په داسې حال کې به د دغه هېواد لنډمهالی حکومت څنګه وکولی شي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه وکړي. دا د افغان حکومت پر وړاندې يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي.

په امريکا کې د کرونا وبا ضد د مبارزې حالت څنګ روان دی؟

د بريتانيا ګارډن ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه خبر ورکړی، چې په داسې حال کې چې په ګردې نړۍ کې د کرونا ضد واکسين کافي نشته، امريکا څو ميليونه واکسين  غورځولی دی. د امريکا د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز یوه شمېره ښيي، چې امريکا سږ کال له مارچ څخه تر سپتمبر پورې، د کرونا ضد لږ تر لږه ۱۵ میليونه دوزه واکسين غورځولی دی.