ازبکستان او افغانستان د امينت په اړه خبرې وکړې
cri2021-10-18 14:24:20
شريکول:

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان او افغانستان حکومتي پلاويو د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه د ازبکستان په تېرمذ کې سره ليدلي دي. دواړو خواوو په سرحدې سيمه کې د امنيت او د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۶ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دواړو خواوو په سرحدي سيمه کې د امنيت، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، د انرژۍ همکاريو او د نړيول ټراسپورټ په اړه خبرې کړي او د ښوونيزې د همکارۍ او افغانستان ته د بشري مرستو د ورکولو په اړه يې هم مشورې کړې دي. ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او په افغانستان کې يې د رېل او بريښنا په برخو کې پاګونه کړې ده.

(مينه)