د چين د شمېرنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د سږ کال په سپتمبر میاشت کې د چين د لويو صنعتي تصديو د توليداتو ارزښت د زياتوالي انډول ۳.۱ سلنه و، چې د تېر اګېست په نسبت ۰.۰۵ سلنه او د ۲۰۱۹م کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۰.۲ سلنه زيات زياتوالی ښيي. د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې دغه انډول د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په مقايسه ۱۱.۸ سلنه زيات شوی دی.
په سپتمبر کې د کانونو د استخراج او د صنعتي توليداتو ارزښت د زياتوالي انډول، د توليدي صنايعو د زياتوالي اندازه او د برېښنا، ګازو او اوبو شرکتونو توليدي ارزښت په جلا جلا ډول ۳.۲ سلنه، ۲.۴ سلنه او ۹.۷ سلنه زيات شوی دی. (شکريه)