شي جين پينګ د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي مشورتي بيورو د غونډې مشري وکړه
cri2021-10-18 16:28:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي مشورتي بيورو د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د ګوند د تيرو ۱۰۰ کلنو لاسته راوړنو او تاريخي تجربو په اړه غونډه تر سره کړه او د يادې کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه. برخوالو په دې غونډه کې موافقه وکړه، چې د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې شپږمه عمومي غونډه به د راتلونکي نومبر له ۸مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.

په دغه غونډه کې د کمونېست ګوند د تیرو ۱۰۰ کلنو لاسته راوړنو او تاريخي تجربو په اړه د ګونديانو د نورو شخصيتونو نظريې واورېدل شوې او دغه نظريې به د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې شپږمې عمومي غونډې ته وړاندې شي. (شکريه)