د روان کال په درېو ربعو کې د چين GDP۹.۸ سلنه زيات شو
cri2021-10-18 14:33:18
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۱ کال په درېو ربعو کې د دغه هېواد د ملي اقتصاد په اړه مالومات ورکړل.

د چين د شمېرنې دولتي ادارې مطبوعاتي وياند او د ملي اقتصاد د شمېرنې څانګې مشر فو لينګ هوی وويل چې د روان کال په درېو ربعو کې د چين ملي اقتصاد زيات شوی، جوړښت يې تنظيم شوی او باکيفيته پرمختګ يې موندلی. د معالوماتو له مخې، د روان کال په درېو ربعو کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت (يعنېGDP) ۸۲۳۱۳ ميليارډو او ۱۰۰ميليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۸ سلنه زيات شوی دی.

(مينه)