د چين ميډيا ګروپ خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د دواملرونکو ترانسپورټي چارو دوهم نړيوال کنفرانس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد، په دغه درې ورځني کنفرانس کې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو زرګونو کارپوهانو، شخصيتونو او سوداګرو د خلکو د ژوند د ښه والي، دوامدار پرمختګ، امنيت، تګ راتګ، له کرونا وبا سره د مبارزې او د اقتصاد بيا سمسورتيا په اړه بحثونه او خبرې کړې دي.
دغه کنفرانس د بېجينګ اعلاميه هم خپره کړې ده. (شکريه)