وانګ يي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن فرحان سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-10-18 14:15:07
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فيصل بين فرحان السعود سره ټليفوني خبرې کړې دي.

نوموړي په ټليفوني خبرو کې ويلي، چين د سعودي عربستان ستاينه کوي، چې د مرکزي ګټو په برخه کې له چين سره په يوې جبهې کې درېدلی دی. چين د ملي حاکميت، امنيت او ثبات د ساتنې لپاره د دغه هېواد له کوښښونو ملاتړ او په کورنيو چارو کې يې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي او د چين او خليج همکارۍ شورا تر منځ د اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په درشل کې به د دواړو خواوو تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون د ژر لاسليکېدو لپاره هڅې وکړي.

فيصل وويل، د سعودي عربستان او چين تر منځ اړيکې ډېرې ښې ساتل شوي، سعودي عربستان چين د اعتماد وړ ستراتيژيک ملګری بولي او هراړخيزې همکارۍ به ور سره نورې هم ژورې کړي. نوموړي زياته کړه، چې سعودي عربستان د چين په کورنيو چارو کې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي او دا يې د دغه هېواد نه بدلېدونکی دريځ وباله. (شکريه)