د چين د شمېرنې ملي ادارې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه، د ۲۰۲۱م کال په درېو ربعو کې د ملي اقتصاد حالت خپور کړ، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د کار موندنې کچه ثابته ښودل شوې ده. د روان کال په درېو ربعو کې د دې هېواد په ښاري سيمو کې د ۱۰ ميليونو او ۴۵۰ زرو کسانو لپاره تازه کاري فرصتونه برابر شوي، او د دغه هېواد د سږکال ۹۵ سلنه موخه پوره کړې ده.
په تېر سپتمبر کې د دې هېواد په ښاري سيمو کې د بې روزګارۍ کچه ۴.۹ سلنه ښودل شوې وه، چې د اګست په پرتله ۰.۲ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۵ سلنه ټيټه وه.