چين د شينجيانګ په اړه د امريکا د ولسمشر جو بايډن خبرې سياسي دسيسه وبلله
cri2021-10-19 14:06:32
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د شينجيانګ په اړه د امريکا د ولسمشر جو بايډن هغه خبرې، چې د کونيکتيکوت پوهنتون د "بشري حقوقو مرکز" په پرانيستونکو مراسمو کې يې کړې دي، سياسي دسيسه ګڼلې.

جاو لي جيان وويل، د اويغوريانو ځپل او اجباري کارونه پرې کول، پروپاګنډ او دروغ دي، اوس په شينجيانګ کې ټولنيز ثبات، اقتصادي سمسورتيا، د بېلا بېلو قومونو وحدت او مذهبي همغږي شته او خلک يې ښه ژوند لري او حقونه يې له قوانينو سره سم پوره ساتل کېږي. د شينجيانګ د بشري حقوقو په اړه تش په نوم مسئله سياسي دسيسه ده او هدف يې د شينجيانګ د ثبات سبوتاژ او د چين د پرمختګ مخنيوی دی. (شکريه)