په وو هان کې به د چين د خدمتي معاملو ۱۲م نړيوال نندراتون تر سره شي
cri2021-10-19 11:32:19
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت مسئول د اکتوبر په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د چين د خدمتي معاملو ۱۲م نړيوال نندراتون به د اکتوبر له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په وو هان ښار کې تر سره شي او اوس يې مقدماتي چارې په سالم ډول روانې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه نندراتون کې به د خدمتي معاملو د پرمختګ نړيوال فورم هم تر سره شي او د تجارت نړیوال سازمان، په چين کې د اروپايي ټولنې د پلاوي او د چين د مخابراتي چارو د ټولنې استازي به پکې برخه ولري.

چين تر اوسه پورې له کابو ۲۰۰ هېوادونو او سيمو سره خدمتي معاملې کړې دي. په ۲۰۲۰م کال کې د هغو هېوادونو شمېر، چې له چين سره يې د خدمتي معاملو ارزښت له ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی، ۷۳ ته رسېده او دغه شمېر د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۱۳ زيات شوی دی. (شکريه)