چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سږنيو موخو ته د رسېدو په حال کې دی
CMG2021-10-19 12:50:20
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين حکومت د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د سږ کال د لومړيو درېيو ربعو د ملي اقتصاد د شمېرنو پايلې خپرې کړې. د دغو پايلو له مخې، په دغو دريو ربعو کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۸۲۳۱۳ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو ژن مين بي يوانو ته رسېدلی، چې د توليداتو د بيو د بدلونونو له اغيزو پرته،  دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه اته زيات شوی دی. د مصرف، صنعتي توليد، د ثابتو سرمايو پانګونو، استخدام او عايداتو له شمېرنو سره سم، په دغو دريو ربعو کې يې عمومي شاخصونه په مناسب چوکاټ کې وو. له دې څخه څرګندېږي، چې د چين اقتصاد د ډېرو ننګونو او ستونزو په ليرې کولو سره د بيا سمسورتيا په لوري روان دی او د اقتصاد د زياتوالي سرعت يې په عمده نړيوالو اقتصادونو کې مخکښ مقام نيسي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې د چین اقتصاد د سږ کال په درېيمې ربعې کې لا زياتو کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره مخامخ و. له يوې خوا، د دغه هېواد په ځېنو ځايونو کې کورنا وبا او سيلاوونه رامنځته شوي وو او له بلې خوا، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا سرعت ورو و او د لويو توليداتو بيې هم د لوړېدو په حال کې وې. نو له دې امله په دغې مودې کې د چين د اقتصاد د زياتوالي سرعت د ورو کېدو په حال کې و، خو د روان کال چارو ته په کتو، کارپوهان په دې اند دي، چې چين د اقتصاد او ټولنې سږنيو موخو ته د رسېدو شرايط او توان لري. د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې په همدې ورځ په يوې مقالې کې ليکلي، چې اکثره اقتصادپوهان په دې نظر دي، چې سږ کال به د چيني اقتصاد د زياتوالي انډول شپږ سلنې ته ورسېږي.

ويل کېږي، د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چین اقتصاد عمومي حالات په څلورمې ربعې کې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. دغه راز، په چين کې د استخدام ثابت حالت او د خلکو د ګټو پر له پسې زياتوالی به په دغه هېواد کې مصرف پياوړی کړي. د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې څه باندې ۱۰ ميليونه او ۴۵۰ زره کسانو کاري فرصتونه تر لاسه کړي دي، چې دغه شمېر د سږنۍ موخې ۹۵ سلنې ته رسېدلی دی.

بر سېره پردې، د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ د کورني اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړيوالو اړتياوو د زياتېدو په حال کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه ويشت اعشاريه اووه زيات شوی دی. د توکو او خدماتو صادراتو د اقتصاد په زياتوالي کې په سلو کې نولس اعشاريه پنځه برخه نيولې ده. د ستر توليدي توان او په کورني بازار کې د مصرف او توليد د پر له پسې پياوړتیا په مناسبت به د سږ کال تر پای پورې د چين د وارداتو او صادراتو حالات مثبت او فعال وي.

چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی، نو د دغه هېواد د اقتصاد بيا سمسورتيا د نړيوال اقتصاد لپاره ستر اهميت لري. دغه راز، چين د برابرۍ او توليد په نړيوال ځنځېر کې يوه مهمه برخه ده، نو چين او نړۍ يو بل ته اړتياوې لري. دا په سږ کال کې د چين په بندرونو کې له بوختو حالاتو او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له ښه پرمختګ څخه هم څرګندېږي. په عين وخت کې، د چين پرانيستي بازار نړيوالو پانګه اچوونکو ته ارزښتناک فرصت برابر کړی دی. د سږ کال په لومړيو اتو مياشتو کې، په چين کې د بهرنيو پانګونو د کارونې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه ويشت اعشاريه درې سلنې ته لوړه شوې ده. له دې څخه ښکارېږي، چې نړيوال پانګوال د چين له بازار سره ډېره لېوالتيا او علاقه لري.

بر سېره پردې، ويل کېږي چې په راتلونکي نړيوال چاپيريال کې به بې ثابته او ناڅرګند عوامل زيات وي، نو د چين اقتصاد به هم له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخامخ وي. خو د باور وړ ځای دا دی، چې په راتلونکې اوږدې مودې کې به د چين اقتصاد د ښه پرمختګ لوری بدل نه شي او په ښه کيفيت سره به پر له پسې پرمختګ ومومي.