د چين مرستيال صدراعظم هان جنګ د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د انرژۍ وزيرانو په غونډه کې ګډون او وينا وکړه
CRI2021-10-19 15:04:56
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيور دايمي غړي او مرستيال صدراعظم هان جنګ د اکتوبر په ۱۸مه نېټه له بېجينګ څخه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د انرژۍ وزيرانو په دوهمه ويډيویي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

هان جنګ يادې غونډې ته څلور وړانديزونه وکړل. لومړی، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراته هېوادونه دې په ګډه د انرژۍ او زرغون چاپيريال پر لوري د تګ هڅې وکړي او د ذروي برېښنا او د نوې انرژۍ په برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ وکړي. دوهم، اړوند هېوادونه دې د انرژۍ د تخنيک نوښت ته ګډ پرمختګ ورکړي او د انرژۍ د سپما کولو، د کاربن ايستنې د کمولو او د بيا کارېدونکې انرژۍ او ذروي انرژۍ د څېړنې او استفادې په برخو کې دې همکارۍ وکړي. درېيم، اړوند هېوادونه دې د انرژۍ د دوامدار پرمختګ او لاسرسي لپاره همکارۍ وکړي او د انرژۍ د تامين په برخه کې دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي. څلورم، د انرژۍ د پرمختګ په برخه کې دې د بېلابېلو هېوادونو د ستراتيژۍ او حقونو درناوی وکړي.