د ډله ييز امنيت تړون سازمان په تاجکستان کې د ترهګرو پر ضد پوځي تمرينونه پيل کړل
cri2021-10-19 11:30:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډله ييز امنيت تړون سازمان د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په تاجکستان کې د ترهګرو پر ضد پوځي تمرينونه پيل کړي، چې د روانې مياشتې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام ولري.

د ډله يیز امنيت سازمان د پوځي تمرينونو ګډ مطبوعاتي مرکز خبر ورکړی، چې په همدغه ورځ د تاجکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سيمې کې درې ګډ تمرينونه تر سره کړل، چې پکې د دې سازمان ۴۰۰۰ سرتيرو برخه درلوده. د ترهګرو د تېري او د جګړې پيمانې د پراخېدو مخنيوی د دغو تمرينونو هدف دی. (شکريه)