د امريکا خطرناک بيولوژيک لابراتوار
CRI2021-10-19 12:47:31
شريکول:

د روسيې د پوځي او سياسي تحليل په نوم ویبسايټ، چې د دغه هېواد دفاع وزارت پورې تړاو لري، د تېر اګست په ۲۲مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره په قزاقستان کې د امريکايي ځواکونو له لابراتوار څخه پرده پورته کړې.

په دغه مقاله کې په ډاګه شوې، چې د قزاقستان په الماتا کې د امريکا بيولوژيک لابراتوار څه موده مخکې د داسې څېړنيز پروګرام په هڅه کې و، چې پر تباه کوونکي ويروس اخته اوښان ګاونډيو هېوادونو ته وکوچوي.

ويرونکی خبر دا دی، چې په نوموړي لابراتوار کې د ويروس له څېړنې سره همهاله، په قزاقستان کې ناعادي وبا بيا بيا رامنځته شوې. ځايي خلک په دې نظر دي، چې په دغه هېواد کې رامنځته شوې د کويډ-۱۹ويروس وبا له دغه لابراتوار څخه راغلې او د دغه لابراتوار د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

(د قزاقستان د دفاع وزارت پخوانی مرستيال بريد جنرال اميربيک توګوسوف)

د قزاقستان د دفاع وزارت پخواني مرستيال بريد جنرال اميربيک توګوسوف په تېرو څو کلونو کې د امريکا د دغو خطرناکو بيولوژيکو لابراتوارونو د بندولو هڅې کولې او ويلي يې وو، چې د الماتا په لابراتوار کې ويروسونه ښايي د بيولوژيکو وسلو بنسټ وګرځي. نوموړي پلان درلود، چې د يو راپور په خپرولو سره په يوه کنفرانس کې پر منځنۍ اسيا د امريکايي بيولوژيکو لابراتوارونو د خطرونو مشخص معلومات ورکړي، خو څو موده وروسته په نامعلوم لامل مړ شو.