روسيې په ناټو کې د خپل هېواد او په روسیه کې د ناټو د اړوندو ادارو کارونو د ځنډېدو اعلان وکړ
cri2021-10-19 15:27:03
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په مسکو کې یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې روسيه به د راتلونکي نومبر په لومړۍ نېټه په ناټو کې د دغه هېواد د پوځي چارو د استازي په شمول د ټولو استازو کارونه وځنډوي. په عین وخت کې په مسکو کې د ناټو د نظامي چارو د دفتر فعاليت به هم وځنډول شي او د ټولو کارکوونکو د کار اجازه به يې په همدغه ورځ پای ومومي.

نوموړي زياته کړه، چې په مسکو کې د بلژيک په سفارت کې د ناټو د مالوماتو دفتر به هم وتړل شي، ناټو بايد په بلژيک کې د روسيې د سفارت له لارې له مسکو سره تماس وساتي. نوموړي په ډاګه کړه، چې د روسيې دغه کړنې د ناټو لخوا د روسيې د ډيپلوماتانو شړلو ته ځوابي تدبيرونه دي.  (هيله)