چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ ښې لاسته راوړنې لري
cri2021-10-19 11:21:47
شريکول:

سږ کال د چین د بشري حقونو  د سپين کتاب د چاپېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی. د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د بشري حقونو په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او د نړۍ د بشري حقونو چارو د پرمختګ لپاره يې هم ستر خدمتونه کړي دي. 

د یاد سپين کتاب د چاپېدو  د ۳۰مې کاليزې د یادونې مباحثوي غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې ترسره شوه، او ګډونوالو د دغه سپين کتاب د چاپېدو ارزښت او د چين د بشري حقونو د پرمختګ د برياليتوبونو په هکله د نظريو ژوره تبادله وکړه. 

ښاغلي جاو لي جیان د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په دغه سپين کتاب کې د بشري حقونو مسئلې په هکله د چين بنسټيز دريځ، نظریې او د چینایانو د بشري حقونو حالات معرفي شوي او  د چین د بشري حقونو چارو د پرمختګ یوه مهمه تلپاتې نښه ګڼل کېږي. (هيله)