چين ميډيا ګروپ د اولمپيک نړيوالې کميټې له رئيس تومس باخ سره ځانګړې مرکه وکړه
cri2021-10-19 15:02:19
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د اور بلونې له مراسمو مخکې د اولمپيک نړيوالې کميټې له رئيس توماس باخ سره ځانګړې مرکه وکړه، هغه د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړيوال سپورټ د پرمختګ لپاره لوی فرصت وباله.

باغ وويل، په دغو لوبو کې د ۳۰۰ ميليونو چينايانو ګډون کول به د نړۍ ژمنيو لوبو ته بدلون ورکړي او خوځښت به پيل شي.

نوموړي وويل، چې د المپيک لوبو اور بلونه او د مشال ليږدول ستر اهمیت لري. هغه د بېجينګ د دغو ژمینو لوبو د بریالیتوب په اړه یو ځل بيا باور وښود او و يې ويل، چې د بېجینګ د اولمپيک لوبو تیاری ښه روان دی، د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په اړه د چين جدي تدبيرونو موږ ته ژوره خاطره رابښلې ده. د کرونا وبا ضد مبارزه کې مو د چین کاري موثریت لیدلی دی. که څه هم کرونا وبا د دغو لوبو پر تیاريو ځينې بدې اغېزې کړي، خو چین لا هم فعال پرمختګ ښيي، ټول سټيډیومونه يې څو میاشتې مخکې بشپړ کړي او اوس هلته ازمويښتي سيالۍ روانې دي. 

چين ميډيا ګروپ د اولمپيک نړيوالې کميټې مهم همکار دی، دواړو خواوو څه موده مخکې د چين په سترې برخې او مکاو کې د اولمپيک لوبو د خپرېدو همکارۍ تړون لاسليک کړ، باخ هيله وښوده، چې په راتلونکې کې، د چين ميډيا ګروپ سره لا نژدې همکارۍ ولري.