د قطر امير په کابېنې کې د بدلون امر کړی
cri2021-10-20 13:01:46
شريکول:

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د دې هيواد په کابېنې کې د بدلون او د ځينو نويو وزارتونو د جوړولو امر کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د قطر د ښاري چارو او چاپيريال ساتنې وزارت به په درېيو وزارتونو وویشي او د ښاري چارو وزارت، چاپيريال ساتنې وزارت او د اقليمي بدلون وزارت به جوړ کړي او د ماليې، ترانسپورټ، سوداګرۍ او صنايعو او د چاپيريال ساتنې او اقليمي بدلون وزيرانو په ګډون ۱۳ نوي وزيران به وټاکي.

نوموړي ويلي، چې د بهرنيو چارو، دفاعي چارو، روغتيا او انرژۍ وزيران به پر خپلو دندو پاتې شي. (شکريه)