په ګردې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۰ ميليونو، ۹۴۰ زرو او ۹۳۷ تنو ته رسېدلی
cri2021-10-20 11:10:35
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۹مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د شپې تر ۸ بجو او ۲۳ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا ۳۲۵ زره او ۸۷۵ نوې پېښې زياتې شوي او په دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر ۲۴۰ ميليونو، ۹۴۰ زرو او ۹۳۷ تنو ته رسېدلی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله ۵۲۰۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۹۰۳ زرو او ۹۱۱ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)