په چين کې د 5G تکنالوژۍ د بېس سټېشنونو شمېر ۱ میليون او ۱۵۹ زرو ته رسېدلی
cri2021-10-20 11:13:50
شريکول:

د چين د صنایعو او مالوماتو وزارت ویاند لوه جون جيې د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، سږ کال د صنعتي چارو شکل د بدلون ګامونه چټک شوي او نوی حیاتي ځواک پر له پسې پياوړی شوی دی. 

اوس په چين کې د 5G تکنالوژۍ د بېس سټېشنونو شمېر ۱ میليون او ۱۵۹ زرو ته رسېدلی او د استعمالوونکو شمېر يې له ۴۵۰ ميليونو څخه اوښتی دی. برسيره پر دې، د هېواد په مهمو اقتصادي چارو کې د صنعتي انټرنيټ او 5G تکنالوژۍ اغېزې او نوښت هم پراخ شوی او تر دې تمه په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۰۰ اړوندې پروژې روانې دي. (هيله)