د فلسطينیانو او اسرائيلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی، ۱۷ فلسطینیان ټپيان شول
cri2021-10-20 15:32:16
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، فلسطینیانو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په ختيځ بيت المقدس کې له اسرائيلي پوليسو سره اخ و ډب کړی چې له امله يې ۱۷ فلسطینیان ټپيان شوي دي.

د اکتوبر ۱۹ نېټه د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځې سره برابره وه او ډېر فلسطینیان د ختيځ بيت المقدس د دمشق دروازې ته نږدې راغونډ شوي وو او د دې ورځې د لمانځنې په مناسبت يې فعاليتونه تر سره کړل. د مالوماتو له مخې، ځينو فلسطینیانو د اسرائيلي پولیسو او بسونو پر وړاندې ډبرې غورځولي او اسرائيلي پوليسو پر دغو فلسطینیانو اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی چې له امله يې د دوی ترمنځ اخ و ډب شوی او ۱۷ فلسطینیان ټپيان شوي دي. د ۱۰ ټپيانو حالت نازک ښودل شوی او روغتون ته ليږدول شوي دي. (هيله)