بشري حقوق او د امريکا کړنې
cri2021-10-20 15:08:30
شريکول:


 د تېر اګست په ۲۹ مه نېټه د امريکا د ډرون بريد له ابله کابل کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي

ليکوال: د سي اېم جي خبرياله زرينه

امريکا په کابل کې د تېر اګست په ۲۹ مه نېټه د ډرون بريد وکړ، چې له امله يې د يوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل شول، چې اوه تنه يې ماشومان وو. له دې پېښې نږدې دوه مياشتې تېرې شوي، د امريکا دفاع وزارت وياند جان کربي د تېرې جعمې په ورځ وويل، چې په دې بريد کې د وژل شوو کسانو کورنۍ ته تاوان ورکوي او مرسته به ورسره وکړي. خو په ياد بريد کې د وژل شوي زمري احمدي تره محمد نسيم له سي اېم جي سره د خبرو پر مهال ويلي، چې امريکا تراوسه د دوی د کورنۍ له هيڅ يوه غړي سره اړيکه نه ده نيولې او دوی هم د نورو په څېر له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړی، چې امريکا دوی ته تاوان ورکوي. په بله ژبه د زمري احمدي کورنۍ د ډېر وخت له زړه دردونکي صبر وروسته، د امريکا  د تاوان خبره اورېدلې، خو ورته رسېدلې نه ده او يوازې دا خبره د امريکايي چارواکو په وينا کې ياده شوې ده.

د امريکا ولسمشر جوبایډن پدې وروستيو ورځو کې په يوه غونډه کې د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د چين په شينجيانګ کې خلک جبري کارونو ته اړ شوي دي. په همدې مهال په ټولنيزو رسنيو کې يو داسې خبر خپور شو، چې يوه امريکايي پلوه صندوق هغو شاهدانو ته په پټې پيسې ورکوي، چې د چين پر شينجيانګ د امريکايي سياستوالو د يادو تورونو د ثبتولو لپاره د اويغور ځانګړې محکمې ته غوښتل او حاضر شوي دي او دوی ته د پيسو شمېر په دې محاکمې کې د دوی د رول له مخې ټاکل کيږي. په بله ژبه، دغه شاهدان د امريکا له لوري ګمارل شوي لوبغاړي دي او کار يې پر چين د تور لګولو لپاره د جعلي شواهدو وړاندې کول دي.

ياد دواړه خبرونه ظاهراً يو له بل سره اړيکې نه لري، خو که تاسې دواړه خبرونه يو له بل سره مشابه کړئ، په اسانۍ به پيدا کړئ، چې دواړه خبرونه نړيوالو ته داسې خبرداری ورکوي، چې د نړۍ لومړی لوی هېواد چې همېشه ځان د بشري حقونو ساتونکی بولي، بشري حقونه نه ساتي، بلکې د بشري حقونو ستونزې يې د نورو هېوادونو خلکو ته راوړي او د دې ترڅنګ بشري حقونه يې پر سياسي وسلې بدل کړي او د نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنيوي په لټه کې دی.

دا د امريکا لومړی ځل نه دی، چې افغانان زيانمنوي، بلکې د دغه هيواد ځواکونو له يادې پېښې څو ورځې وړاندې، یعنې د تېر اګست په ۱۶ مه نېټه له افغانستان د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې پر عامو خلکو ډزې وکړې، چې له امله يې ډېرو بې ګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په شل کلنې جګړې کې کابو ۳۰۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۶۰۰۰۰ زيات ټپیان شوي دي او د دې ترڅنګ  کابو ۱۱ ميليونه خلک يې کډوالۍ ته اړ کړي او بې کوره شوي دي. دغه زړه دردوونکې شمېرې په لويديځو رسنيو کې ډېرې کمې رپوټ شوي او امريکا  لا تراوسه ياد وژل شوي بې ګناه افغانان قربانیان نه دي ياد کړي.

دا د امريکا لومړی ځل نه دی، چې د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ په اړه د چين پر تګلارو تورونه لګوي، بلکې په ځلونو يې دا ډول تورونه لګولي دي.

 د امريکا د بهرنیو چارو پخواني وزير کولين کوتيرپاويل د دفتر رئيس لاورنس وېلکرسن د يوه لېکچر پر مهال ويلي، چې د چين د ثبات خرابولو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده، چې په شينجيانګ کې تاوتريخوالی راپاروو، څو دغه هېواد دننه ګډوډ او خراب شي. هغه زیاته کړې، چې که دا پلان سالم روان شي، نو ممکن شينجيانګ به پر دوهمې سوريې بدل شي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې امريکا به پر بشري حقونو د تېري کوونکو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي، هغه هېوادونه چې خاموش دي، په جرم کی ورسره شريکان دي. زه د نوموړې له دې خبرې سره ډېره همغږې يم، په کابل کې د امریکا د  ډورن بريد له امله د وژل شوي زمري احمدي د کورنۍ غړي هم همدا وايي. د زمري احمدي ورور اجمل احمدي سي اېم جي ته ويلي، چې ژوند يې ډېر ستوزمن دی، دوی له سي اېم جي څخه مننه کړې، چې تر نړيوالو يې اواز رسولی او هيله يې ښودلې، هغه خلک چې د دوی په څېر ترخه تجربه لري، په زړه ورتوب د امريکا جرمونه رسوا کړي.

امريکا د بشري حقونو د تېرې کولو ترڅنګ، د بشري حقونو په پلمه په نورو هېوادونو کې تاوتريخوالی راپاروي، که خلک عدالت غواړي، نو د افغانانو او چينايانو په ګډون ټول خلک بايد د امريکې د دغه ډول بدو کړنو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي.