امريکا د تسليحاتي مسابقې په اړه پر چين تور ولګاوه
cri2021-10-20 15:27:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکايي چارواکو هغه خبرې، چې چين د تسليحاتي مسابقې د لاسختېدو سبب ګرځېدلی، رد او بې اساسه وبللې.

د امريکا دفاع وزير په دې وروستيو ورځو کې ويلي، چې چين د وسلو عصري ځواک او سيستم جوړوي، چې دا به د سيمه ييزو حالاتو د لا پېچليتيا سبب وګرځي. د بې وسلې کولو په اړه د دغه هېواد ځانګړي استازي ويلي، چې چين او روسيې په پوځي برخه کې له غږ چټکو توغنيو تخنيک کارولی او په دې سره یې تسليحاتي مسابقه سخته کړې ده..
وانګ ون بين وويل، چين د امريکايي چارواکو له دا ډول کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې چين يې نړۍ ته ګواښ بللی دی.
هغه وويل، چين د نړيوالې سولې ساتونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتونکی دی. چين د ځان د دفاع په موخه پوځي تګلارې او ذروي ستراتيژي غوره کوي او تل يې په ټيټ معيار ذروي ځواک ساتلی دی. چين به په تسليحاتي مسابقه کې ګډون ونه کړي او هغو هيوادونو ته به خطر پېښ نه کړي، چې د چين ملي حاکميت، امنيت او د خاورو تماميت د سبوتاژ نيت نه لري.
(شکريه)