چين له ويتنام سره د کرونا وبا ضد واکسين مرسته اعلان کړه
CRI2021-10-20 15:45:26
شريکول:

د اسيان ريويو  (Asian Review) ويبپاڼې د اکتوبر په نولسمه نېټه خبر ورکړ، چې کرونا وبا په ويتنام کې پر ځايي اقتصاد او ټولنې بدې اغېزې کړي دي. چين له ويتنام سره د کرونا وبا ضد ۵ ميليونه او ۷۰۰ زره دوزه واکسين مرسته اعلان کړې چې دا کار به په ويتنام کې د واکسين د تطبيق پلان لپار ډېر ارزښتناک تمام شي. په ويتنام کې د روانې مياشتې تر پيل پورې خلکو ته ۱۷ ميليونو او ۷۰۰ زره دوزه واکسين تطبيق شوی دی. په دې هېواد کې کاريدونکی ۲۸ سلنه واکسين د چين سينوفارم شرکت لخوا جوړ شوی دی.