د چين استازي له فلسطين او اسرائيل څخه وغوښتل، چې ژر خبرې اترې پيل کړي
cri2021-10-20 15:34:16
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م.م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۱۹مه نېټه وويل، چې فلسطين او اسرائيل بايد ژر خبرې اترې پيل کړي او لوړ پوړي چارواکي دې يې خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي.
نوموړي په همدې ورځ د فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه علنۍ غونډه کې وويل، چې چين د فلسطين په نيول شويو ځمکو کې د خلکو بشري حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي، د غزې بيا ابادي بايد ژر تر سره او د خلکو ژوند يې بايد ژرعادي حالت ته را وګرځي.
نړيواله ټولنه دې غزې ته زياتې مرستې ورسوي او اسرائيل بايد د غزې بندر پرانيزي او دغه ښار ته د بشري مرستو د رسولو لپاره دې مناسب شرایط رابر کړي.
هغه وويل، موږ د فلسطين او اسرائيل هرکلی کوو، چې په چين کې مستقيمې خبرې اترې وکړي.
(شکريه)