د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي امنيت وزارت وياندې ماريا فيرناندا ايسپينوسا د اکتوبر په ۱۹مه نېټه وويل، چې د دغه وزارت وزير اليجاندرو مايورکاس د کرونا وبا د ټېسټ پایله مثبته راغلې ده.
نوموړې ويلي، مايورکاس د کرونا وبا واکسين تطبيق کړی او اوس يوازې کم ټوخی لري او په خپل کور کې يې ځان قرنطين کړی دی.
(شکريه)