د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا MD-87 نمبر الوتکه د اکتوبر په نولسمه نېټه د دې هيواد د تيکساس ايالت د هوستون له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو پر مهال د برېښنا له مزو سره ټکر کړی او رانسکوره شوې، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
په يادې الوتکې کې ۱۸ مسافر او ۳ کسيزه عمله سپاره وو او ټول ژوندي پاتې شوي دي.
اور وژونکې ډلې کابو يوه ساعت کې په الوتکې کې لګيدلی اور مړ کړی دی. (شکريه)