د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان عمومي مدير: د امريکا، بريتانيا او استراليا خپلمنځي همکارۍ ښايي د ذروي وسلو د خپرېدو خطر نور هم لوړ کړي
CRI2021-10-21 15:33:39
شريکول:

امريکا، بريتانيا او استراليا د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د امنيت درې اړخيزې نوې اړيکې اعلان کړې، چې له مخې به يې امريکا او بريتانيا د ذروي اوبتل ځواک د جوړونې په برخه کې د استراليا له سمندري پوځ څخه ملاتړ وکړي. د نوموړو هېوادونو د دغې پريکړې له امله د سيمه ييز امنيت په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنه راپورته شوې ده.

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان عمومي مدير ګروسي په دې وروستيو کې له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې نور هېوادونه ښايي د امريکا، بريتانيا او استراليا دغه کړنه کاپي کړي او په دې سره به د ذروي وسلو خطر نور هم لوړ شي.

نوموړي زياته کړې، چې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان يوې ځانګړې ډلې د يادو دريو هېوادونو ترمنځ د دغې همکارۍ په تړاو پلټنې پيل کړي او د دې همکارۍ د امنيت او عدلي اغېزو ارزونه به وکړي.