د امريکا په ځينو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ سرعت ورو شوی دی
CRI2021-10-21 15:35:45
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا فيدرالي زيرمې ادارې د اکتوبر په شلمه نېټه د ملي اقتصاد په اړه څېړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې په دغه هېواد کې اقتصادي نرمې کړنې د زياتوالي په حال کې دي او د عرضې ځنځیر د زيانمنېدو له امله يې د ځينو سيمو د اقتصادي پرمختګ سرعت ورو شوی دی. 

نوموړی راپور د امريکا په ۱۲ سيمو کې د ځايي زيرمو د بانکونو د تازه څېړنو پر بنسټ جوړ شوی، چې د ژيړ کتاب په نوم ياديږي. په دغه راپور کې راغلي، چې د امريکا په زياترو سيمو کې اقتصادي کړنې او مصارف مخ پر زياتېدو دي ، خو د عرضې ځنځير د درېدو، د کار ځواک د کمبود او د کرونا وبا د اغېزو له امله د نيويارک په شمول د ځينو سيمو د اقتصادي پرمختګ انډول ټيټ شوی دی.