سږ کال به د چین د غلودانو حاصیلات نوی ريکارډ جوړ کړي
cri2021-10-21 11:32:23
شريکول:

د چین د کرهڼيزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو درېیو ربعو کې په دغه هېواد کې کرهڼيزې چارې ښې روانې وې او د غلودانو سږني حاصیلات به يې نوی ريکارډ جوړ کړي. په سږني دوبي کې د چین د غلودانو حاصیلاتو کې ۲ ميلیارډه او ۹۶۵ میلیونه کیلوګرامه زياتوالی ښودل شوی او په مني کې د دغه هېواد د غلودانو حاصیلاتو کې هم زیاتوالی راغلی دی. سره له دې چې په دې وروستیو کې چین کې د دوامدارو بارانونو له امله، د غلودانو پر توليدي اندازې لږ څه بده اغېزه شوې، خو دغه بده اغېزه دومره ډېره نه، بلکې محمدوده ده. د چین د کرهنيزو چارو مسئولين وايي، چې د غلودانو سږني حاصیلات به يې نوی ريکارډ جوړ کړي. د يادولو وړ ده چې په تېرو مسلسلو ۷ کلونو کې د چين د غلودانو حاصیلات تل له ۶۵۰ ميليارډو کیلوګرامو څخه زیات حساب شوي دي. (هيله)