د تونس ولسمشر له هر ډول بهرنۍ مداخلې سره مخالفت وښود
CRI2021-10-21 11:06:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تونس ولسمشر قيس سيد د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابوالغيط سره د کتنې په ترڅ کې له هر ډول بهرنۍ مداخلې سره مخالفت څرګند کړ.

هغه وويل چې تونس غواړي د يو بل ملي حاکميت د درناوي پر بنسټ له نورو وروڼو او دوستانه هېوادونو سره سلامشورې او همکارۍ وکړي. ښاغلي ابوالغيط د تونس د ديموکراتيک بهير پر پرمختګ او اړوندو اغېزمنو اقداماتو پوره باور وښود او هيله يې څرګنده کړه چې د تونس مشران د خپلو خلکو له نيت او ارادې سره سم د خپل هېواد ثبات ټينګ او پرمختګ ومومي. 

( سپوږمۍ)