د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شان دونګ ولايت کې په سمندر د ژېړ سيند د ورګډېدو له ځای څخه ليدنه وکړه
CMG2021-10-21 16:55:25
شريکول:

   

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد د شان دونګ ولايت په دونګ اينګ ښار کې په سمندر د ژېړ سيند د ورګډېدو له ځای څخه ليدنه وکړه. نوموړي د همدې ورځې په ماسپښين د دغه ځای له بندر، د دغه سيند د دلتا د ايکولوژۍ له څارونکي مرکز او  د طبعيت له ملي ساتونکې سيمې څخه ليدنه وکړه، د دغه سيند د اوبو د حالاتو او د يادې دلتا د ايکولوژيک چاپيريال څارنه يې وکړه او د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيک ساتنې او د باکيفيته پرمختګ په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. 

    د معلوماتو له مخې، ژېړ سيند د چين په شمالي برخه کې يو ستر سيند دی او اوږدوالی يې ۵۴۶۴ کيلومترو ته رسېږي. دغه سيند د چينګ های، سه چوان، ګان سو، نينګ شيا او داخلي مغوليستان په شمول د دغه هېواد له ۹ ولايتونو او کورواکو سيمو څخه په تېرېدو سره پر سمندر ورګډېږي. د دغه سيند د دواړو غاړو سيمه د چيني ملت د تمدن له عمده سرچينو څخه يوه ده، نو دغه سيند د چينايانو د مورني سيند په توګه هم بلل کېږي.