په خيبر پښتونخوا کې چاودنې ۴ پاکستاني سرتيري وژلي
cri2021-10-21 11:42:20
شريکول:

 
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليسو ادارې د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه کې پر يو موټر چې قبايلي مشران پکې سپاره وو، بريد شوی دی، خو د مرګژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
خبر زياتوي، چې دوه پوليس او دوه سرحدي سرتيري د همدې ورځې په شپه د ياد بريد د څېړنې په پار سيمې ته تللي وو، چې پر دوی هم بريد وشو او څلور واړه ځای پر ځای وژل شوي دي.
پوليس وايي، چې د پېښې عاملين به پيدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
تر اوسه کومې ډلې د دغو پېښو پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
(مينه)