د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۰ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۵۷۰۱۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۴۱۴۱۱۳۸۰ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۹۱۲۱۱۲ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۸۰۹۳ زيات شوی دی.
(مينه)