د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجینګ او توکیو د ۱۷م فورم په درشل کې د چین او جاپان ترمنځ د اړيکو په اړه د انلاین سروې نتيجه د اکتوبر په ۲۰مه نېټه په بېجینګ او توکیو کې خپره شوه. د دې نتيجې له مخې، د دواړو هېوادونو خلک په دې اند دي، چې د چین او جاپان ترمنځ د اړيکو ټينګښت ستر اهمیت لري او دواړه هېوادونه باید په سيمه ييزو همکاريو او د نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په برخو کې خپلمنځي همغږي نوره هم پياوړې کړي.
یاده نتيجه ښيي، چې د سروې 70.9 سلنه چينایانو ويلې، چې د چين او جاپان ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي. بله خوا، د سروې 66.4 سلنه جاپانيانو هم ورته نظر ښودلی دی. (هيله)