امريکايي رسنۍ: له واکسين وروسته پر کرونا د اخته کېدو امکان له اټکل نه لوړ دی
CRI2021-10-21 15:35:49
شريکول:

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دې هېواد پخوانی خارجه وزير کولن پاول، سره له دې چې د کرونا ضد دوه دوزه فيزر واکسين (Pfizer) يې هم کړی و، څو ورځې مخکې مړ و او ډاکټرانو يې ويل، چې نوموړي د کرونا ويروس نښې درلودې. د دې هېواد د ساری ناروغيو د وقايي او کنټرول مرکز د معلوماتو له مخې، په امريکا کې د روان کال تر اپريل پورې څه باندې لس زره کسان چې واکسين يې هم کړی، پر کرونا اخته شوي دي. د واکسين له کولو وروسته پر کرونا د اخته کېدو امکان له پخواني اټکل نه لوړ ښودلی دی.