د چين او آرام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره شوه
CRI2021-10-21 15:03:11
شريکول:

د چين او آرام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په انلاين ډول تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دې غونډې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې وويل، چې چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په اساس د آرام سمندر د ټاپو هېوادونو د چټک پرمختګ لپاره مرستې وکړي او ګډه سمسورتيا به رامنځته کړي.

د آرام سمندر د ټاپو هېوادونو ګډونوالو استازو له دې سره موافقه وکړه، چې د دغې غونډې ميکانيزم دې جوړ شي. ګډونوالو له چين څخه مننه وکړه، چې د ټاپو هېوادونو د پرمختګ لپاره يې اوږدمهاله او بې غرضه مرستې او ملاتړ برابر کړی دی. دوی وويل، چې د ګردې نړۍ د پرمختګ په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له پېشنهاد څخه ملاتړ کوي او هيله يې وښوده، چې د هېواد د ادارې او سياست په برخه کې له چين سره د تجربو تبادلې زياتې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکارۍ لا پياوړې کړي او خپلمنځي ستراتيژيکي اړيکې لا ټينګې کړي.