وانګ يي به د چين او ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې مشري وکړي
cri2021-10-21 11:26:41
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ون بین د اکتوبر په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين او ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه به د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په انلاین ډول ترسره شي او د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي به د دې غونډې مشري وکړي، د ارام سمندر د هغو ټاپو هېوادونو خارجه وزیران چې له چین سره يې رسمي اړیکې ټينګې کړي، په دغه غونډه کې به ګډون ولري. 

نوموړي وويل، چې د دغې غونډې ګډونوال به د چین او دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د کرونا وبا ضد د مبارزې او په بېلا بېلو ساحو کې د خپلمنځي تبادلې او همکارۍ په هکله د نظريو تبادلې وکړي. (هيله)