د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر په پلازمينه قاهره کې د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه يوه سخته ترافيکي پېښه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي.
د مالوماتو له مخې، يوه باروړونکي موټر له يو مسافروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله يې ۱۷ تنه مړه شوي دي. ځايي ژوغورونکو ډلو د ژغورنې کارونه پيل کړي دي.
(مينه)