د چين سوداګرۍ وزارت: چين په تېرو يوولسو کلونو کې د نړۍ دويم لوي واردونکی بازار ګرځيدلی
CRI2021-10-22 10:40:27
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د يوې تازه شميرنې په خپرولو سره ويلي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په نړيوالو واردونکو بازارونو کې د چين برخه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له صفر اعشاريه اووه سلنې څخه دوولس سلنې ته لوړه شوې، او د ټولې نړۍ د واردونکې اندازې په زياتوالي کې پنځلس سلنه برخه خدمتونه کړي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې چين د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار کوي او په رغنده توګه واردات پراخوي، او په تېرو مسلسلو يوولسو کلونو کې د نړۍ دويم لوی واردونکی بازار او د زياتو هېوادونو او سيمو عمده صادروونکي هدف ګرځيدلی دی.