لوېديځ هېوادونه به د روان کال تر پایه پورې ۶ سوه میلیونه دوزه د کرونا ضد واکسین زېرمه کړي
cri2021-10-22 11:28:27
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان د پانګو راجلبولو استازي او د بریتانیا پخواني لومړي وزير ګورډن برون د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د دغه سازمان د کرونا وبا د خپرېدو حالت په یوه خبري ناسته کې وويل، د روان کال تر پایه پورې به په لوېديځو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسين زېرمه ۶ سوه میلیونو دوزو ته ورسېږي. 

نوموړي وویل، په لوېديځو هېوادونو کې تر دې دمه څه باندې ۲ سوه میلیونه دوزه واکسین نه دی کارول شوی او نور زیات واکسین به د تړون له مخې دغو هېوادونو ته ورکړل شي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له اغېزمنې لارې پرته به ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې دغو هېوادونو کې د سلو میلیونو دوزو واکسین د اعتبار موده ختمه شي. (هيله)