چين له سلو زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته څه دپاسه ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه دوزه د کرونا ضد واکسين برابر کړی
CRI2021-10-22 10:42:58
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بين د اکتوبر په ۲۱مه نېټه وويل، چې چين د کرونا ضد واکسين د ټولې نړۍ  لپاره عامه توليد ګرځولی او تر وسې پورې يې ټولې نړۍ ته واکسين برابر کړی. په تيرې يوې اونۍ کې يې د اسيا، افريقا، لاتيني امريکا او اروپا شاو خوا شلو پرمختيايي هېوادونو ته څه دپاسه ۶۰ ميليونه دوزه واکسين ورکړی دی. چين د اکتوبر تر ۱۷مې نيټې پورې له سلو زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته څه دپاسه ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی.