د چين سوداګرۍ وزارت وياند شو جو تينګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، په نورو هېوادونو کې د چين د غير پولي مستقيمو پانګونو ارزښت په سالم ډول زيات شوی او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې يې ډېره پانګونه کړې ده.
د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې د چين د غيرپولي مستقيمو پانګونو ارزښت ۱۴ ميليارډه او ۸۷۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دا د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۱۴.۲ سلنه زياتوالی ښيي او په دغو هېوادونو د چين د پروژو عمومي ارزښت ۶۱ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او دا بیا د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۱۶.۳ سلنه زياتوالی ښيي. (شکريه)