په ګردې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۱ ميليونو، ۸۸۶ زرو او ۶۳۵ تنو ته رسېدلی
CRI2021-10-22 10:42:33
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۱مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د شپې تر ۶ بجو او ۷ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا ۴۳۸ زره او ۶۸۴ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره پر دغه ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر ۲۴۱ ميليونو، ۸۸۶ زرو او ۶۳۵ تنو ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله ۷۱۸۹ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۹۱۹ زرو او ۷۵۵ تنو ته رسېدلی دی.