۶۲ هېوادونو له چين څخه ملاتړ وکړ، چې د خپل وضعيت له مخې تګلارې جوړې کړي
CRI2021-10-22 15:12:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسمبلۍ د درېيمې کميټې د بشري حقونو مباحثوي غونډه د اکتوبر په ۲۱مه نېټه تر سره شوه. کيوبا د ۶۲ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او له چين څخه يې ملاتړ وکړ، چې د خپل وضعيت له مخې د بشري حقونو تګلارې وټاکي او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې يې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت وښود.

د کيوبا استازي د ۶۲ هېوادونو په استازيتوب وويل، چې د بېلابېلو هېوادونو حاکميت، خپلواکۍ او خاورو بشپړتيا ته دې درنای وشي او د کوم هېواد په کورنيو چارو کې بايد لاسوهنه ونه شي. د هانکانګ، شينجيانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، نور هېوادونه پکې د لاسوهنې حق نه لري.

د سوريې په شمول شاوخوا ۲۰ هېوادونو په يادې غونډې کې د بشري حقونو د تضمين او پياوړتيا په برخو کې د چين د هڅو ستاينه وکړه.