د ټولنيزو رسنيو فعالې ډېلنلي د سپتمبر په ۲۷مه نېټه پر خپلې ټيوټر پاڼې د ګوګل ډرايو (Google Drive) (( د کوويد-۱۹ ويروس ګونګوسې او حقيقت )) مقاله خپره کړې ده.
دغه مقاله د يوه امريکايي له خوا ليکل شوې ، چې پکې د اسرائيلو د استخباراتي ادارې د جاسوسۍ سافټ وېر له خوا د کوويډ-۱۹ ويروس د رېښې په اړه معلومات ريکارډ شوي دي. په دې مقاله کې راغلي، چې (( له دغو ريکارډونو څخه ښکاري، چې د کوويد-۱۹ ويروس د چين په وو هان کې د نوموړي ويروس له رامنځته کېدو او د پوځيانو د ۷مې دورې په نړيوالو سپورټي لوبو کې د امريکايي سرتيرو له ګډون مخکې په امريکا کې خپور شوی دی)). (( دا خبر د دې تصديق کوي، چې وايي د امريکا ساينس پوهانو د مصنوعي ويروس د څېړنې په بهير کې دغه ويروس خپور کړی دی.))