د چين د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د چین او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاريو د دريځ په نوم سند خپور کړ.
سږکال په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. په ياد سند کې په تېرو ۵۰ کلونو کې د ملګرو ملتونو د کارونو په پار د چين خدمتونه په ډاګه شوي، او د څواړخيزتوب د ساتنې، د نړيوال پرمختګ د پياوړتيا او د کرونا وبا ضد د مبارزې په شمول په مهمو نړيوالو مسئلو کې د چين دريځ او وړانديزونه بيان شوي دي.